د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي چی د دغه سفر موخه د چين د کرنې له پروګرامونو او لاسته راوړنو سره اشنا کول او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دغه هېواد له تجربو ګټه اخيستل دي. د هغه په وينا، دغه غونډه به لس ورځې دوام وکړي او په کې به د چين ټول کرنيز پروګرامونه، لس کلنه کړنلاره او د چين کرنيز پرمختګونه وڅېړل شي. د کرنې او مالدارۍ خونې د اجرائيه رئيس وسيم صافي هم د افغانستان د کرنې د ميکانيزم په برخه کې د دغې غونډې پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: د عصري کرنيزو ماشينونو په درلودلو سره چين په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.

- 39
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10227
- کې خپور شو 1:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 10227
- September 3, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10227
- کې خپور شو 1:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 10227
- September 3, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:10 - September 3, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



