په هیواد کې د ساري ناروغیو د خپریدو د مخنیوي لپاره د طالبانو د عامې روغتیا د وزیر ټینګار

په هیواد کې د ساري ناروغیو د خپریدو د مخنیوي لپاره د طالبانو د عامې روغتیا د وزیر ټینګار

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان له مشرې ایډون سینیزا سلاودر او د یونیسف د دفتر له مشر تاج الدین اویلا او د مهاجرت د نړیوال سازمان له مسوولینو سره وکتل. د طالبانو د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د مانکی پاکس د مخنیوي او کنټرول لپاره د لازمو اقداماتو په اړه خبرې وکړې. نوموړي په دې برخه کې د يادو بنسټونو همکاري هم ضروري وګڼله او له خپلو استازو يې وغوښتل چې په دې برخه کې له عامې روغتيا وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. تر دې مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تدابیرو د نیولو اعلان کړی و.

بیشتر بخوانید:  اسلامي امارت د تورو ښیښو لرونکیو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x