د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزیر محمد خالد حنفي تخار ولایت ته په سفر کې ویلي چې خلک باید د اسلامي نظام اطاعت او ملاتړ وکړي. ښاغلي حنفي دغه څرګندونې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو سره په کتنه کې وکړې چی د جهاد اصلي موخه د شر او فتنې له منځه وړل او د ټولو شرعي احکامو پلي کول دي. دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د دې ډلې چارواکي د خلکو د ستونزو هواري ته ژمن دي او د هر مظلوم له حقونو څخه دفاع کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10155
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10155
منتشر شده در ۱۵:۵۵ - اسد ۲۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email