احمد مسعود: طالبان د نړیوالو تروریستي ډلو له ملاتړه برخمن دي/ د مقاومت جبهه په لوڅو لاسونو جګړه کوي

احمد مسعود: طالبان د نړیوالو تروریستي ډلو له ملاتړه برخمن دي/ د مقاومت جبهه په لوڅو لاسونو جګړه کوي

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په دې خبرو کې د مقاومت جبهې مشر څرګنده کړه چې د افغانستان خلک چمتو دي چې د طالبانو په وړاندې ودریږي او د ازادۍ لپاره مبارزه وکړي. مګر دوی ملاتړ ته اړتیا لري.

د هغه په ​​وينا، تر ټولو مهمه او اساسي خبره سياسي ملاتړ او تجهیزات دي. هغه څرګنده کړه چې د مقاومت په جبهه کې تخصص، افرادي ځواک او عسکر کمښت نشته مګر د تجهیزاتو کمښت شتون لري.

ښاغلي مسعود ویلي دي چې تر اوسه هیڅ دولت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ملاتړ نه دی کړی او دغې جبهې د خلکو په ملاتړ د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده.

احمد مسعود دا هم ویلي، چې افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره هېواد بېرته تورې دورې ته راګرځېدلی او ویلي یې دي، چې طالبانو القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده. هغه وویل، دوی په ازاده توګه د ښارونو په شاوخوا کې ګرځي او فعالیت کوي.

هغه د امریکا برید ته په اشارې سره چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې وواژه، وویل چې د کابل په مرکز کې د برید پر مهال او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د القاعدې د مشر شتون “د حیرانتیا وړ” نه دی.

بیشتر بخوانید:  ملي مقاومت جبهه: د طالبانو رژیم به بالاخره ړنګ شي

د مقاومت جبهې مشر خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د یوه قانوني حکومت د نه شتون په صورت کې به د طالبانو رژیم دا هېواد د جیش محمد او نورو ډېرو تروریستي ډلو لپاره چې د هند او د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ګواښ دی، په امن ځای بدل کړي.

مسعود زیاته کړه: “د طالبانو ارادې ته تسلیمېدل د ترورېزم ارادې ته تسلیمېدل دي، او دا هغه اور دی چې پاکستان ورسره لوبه کړې ده او ډېر ژر به وګورو چې برعکس پایله به ولري.”

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x