د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هغو مراسمو کې چې نن یکشنبه (د اسد ۲۷مه) د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې جوړ شوي وو، د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارفاف په حضور کې د ازبکستان هېواد د تولیداتو لوی نندارتون پرانیستل شو. د طالبانو د اقتصادي مرستيال د مطبوعاتي دفتر د اعلاميې له مخې، په دغه نندارتون کې به د درېيو ورځو لپاره د ازبکستان هر ډول موټر، د اور وژنې وسايل، ټراکټورونه او نور صنعتي توليدات نندارې ته وړاندې شي. دغه نندارتون چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف جوړ شوی و، د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ته زمینه برابروي.

- 39
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10127
- کې خپور شو 1:27 ب.ظ
- د خبر شمیره 10127
- August 18, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10127
- کې خپور شو 1:27 ب.ظ
- د خبر شمیره 10127
- August 18, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



