د تایلنډ د صدراعظم له ګوښه کېدو دوه ورځې وروسته، د دغه هېواد واکمن ګوند ۳۷ کلن پائونګترن شیناواترا د دغه هېواد د نوې صدراعظمې په توګه پارلمان ته ونوموله. د تایلنډ وکیلانو د یوې پیاوړې کورنۍ ځوانه ښځه دوه ورځې وروسته له هغې وټاکله چې پخوانی لومړی وزیر سرتا تاویسین له دندې ګوښه شو. پائونګترن شیناواترا په تایلینډ کې د یوې ځواکمنې کورنۍ وارثه بلل کیږي. ډیری رسنیو ادعا کړې چې دا ځوانه ښځه د تایلینډ خلکو کې د پام وړ مشهوره نه ده. یوې تازه نظرپوښتنې ښودلې چې یوازې شپږ سلنه رای ورکوونکو د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره د هغه ملاتړ کړی
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10115
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10115
منتشر شده در ۱۶:۰۵ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email