د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د رسنیو په حواله، د بامیان والي عبدالله سرحدي واک ته د دې ډلې د راتګ د درېیمې کلیزې د لمانځنې پر مهال د دغه ډلې نظام “د نړۍ تر ټولو غوره نظام” وباله. ښاغلي سرحدي وویل: نن د خوښۍ او نېکمرغۍ ځای دی چې موږ یو ځل بیا د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمه کلیزه لمانځو. په بامیانو کې د طالبانو والي د طالبانو نظام “په نړۍ کې د الهي فرمانونو د تطبیق یوه بیلګه” وبلله او زیاته یې کړه چې “د دې نظام ساتنه او ملاتړ د افغانستان د ټولو خلکو مسوولیت دی.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10087
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10087
منتشر شده در ۱۳:۲۳ - اسد ۲۵, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email