د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د فواید عامې وزارت چارواکو نن (دوشنبه، د اسد ۲۲مه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل: تېر کال د څه باندې ۱۰۰۰ کیلومتره سړکونو د بیارغونې تړون لاسلیک شو او دا مهال د کابل – کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې روانې دي. د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د تېر یوه کال په ترڅ کې په هېواد کې د پرمختیايي او زیربنایي پروژو د پلي کېدو له لارې څه باندې ۱۵ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10051
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10051
منتشر شده در ۱۸:۱۰ - اسد ۲۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email