د معمار پرس د خبر له مخې: په برتانیه کې د افغانستان پخواني سفیر زلمي رسول له «سنډي ټایمز» رسنیو سره په خبرو کې وویل: زه دلته بند پاتې یم؛ په حقیقت کې زه غواړم چې خوشې شم، خو سفارت چا ته پریږدم؟ ښاغلي رسول زیاته کړه چې د ۶ سیمه ییزو کارکوونکو تر څنګ یوازې څلور دیپلوماتان په کم معاش سره کار کوي. په برتانیا کې د افغانستان پخوانی سفیر زیاتوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ پرېکړه به پر سفارت کوم اغېز ونه کړي، ځکه چې دوی په عمده توګه په دې هیواد کې د ۲۵۰ زرو افغانانو لپاره د اسنادو اړوند خدمات وړاندې کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10036
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10036
منتشر شده در ۱۴:۳۴ - اسد ۲۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email